زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-12  |  2024-05-20  |  تازه شوی په: 2024/05/20 - 04:24:2 FA | AR | PS | EN
د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی             غور کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی             په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد             د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه             په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول            

تاريخ النشر: 2024/05/10 - 05:01:2
زيارة: 175
مشاركة مع الـأصدقاء

په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار
 په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د قابله‌ګانو د پیاوړتیا په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې او په هېواد کې یې باکیفیته زده‌کړو او سرچینو ته د هغوی د لاسرسي په تضمین ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ په اېکس‌ پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د قابله‌ګانو د پیاوړتیا په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی: "موږ باید د داسې چاپیریال په رامنځته کولو کې پانګونه وکړو چې میندې خپل حیاتي کارونه ترسره کړای شي."

دې بنسټ همداراز ویلي چې دوی د باکیفیته زده‌کړو لپاره د لارو چارو په رامنځته کولو، سرچینو ته د لاسرسي د یقیني کولو او د قابله‌ګانو د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي چې په روغتیایي سیسټمونو کې فعاله برخه واخلي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي وو، چې په تېرو اتو کلونو کې په نړۍ کې د زېږون پر مهال د امیندواره ښځو د مړینې کچه نه ده کمه شوې.

د دې سازمان د راپور له مخې، د امیندوارو ښځو د مخنیوي وړ مړینې ۵۰ سلنه په بشري بحران او جګړو کې ښکیل هېوادونو کې پیښیږي، چیرته چې هره ورځ په نړۍ کې۸۰۰ ښځو د زیږون پرمهال مري.

همدارنګه د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې افغانستان ‘په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړې کچې سره په هرو زرو ژوندیو زیږونونو کې ۶۳۸ مړینې لري.

په همدې حال کې په افغانستان او په ځانګړې توګه د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې د میندو د مړینې د زیاتوالي او د نرسانو او قابلو د کموالي په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴ زره ښځې زیږون کوي ​​او دوی د اوسني بشري ناورین په ترڅ کې په ځانګړې توګه د قابله‌ګانو په څېر مسلکي نرسانو ته اړتیا لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31504






*
*

*



قرأ

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو


د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو


یو ان دی پی: افغان روغتونونو کې مو ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې


په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي


په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو


روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي


د ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې ۶ زرو ډاکټرانو ازموېنه


په سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې دوام


د کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت


د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل


د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته


د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي


د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې دي


پاکستان وایي پولیو هم له افغانستانه دوی ته راغلې


یونیسف د افغان ماشومانو د ملاتړ ژمنه کړی


په ننګرهار کې د پولیو بله مثبته پېښه ثبت شوې


چین د روغتیا سازمان د کرونا اصلیت څیړلو ډله دغه هېواد ته نه ده پریښې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان